په کاناډا کې افغانانو د پاکستان د وروستیو بریدونو غندنه وکړه

مارچ 24, 2026

په کاناډا کې مېشتو افغانانو د اختر په ورځو کې د هغو افغانانو غیابانه جنازه ترسره کړه، چې د پاکستان له‌خوا پرې په روغتون هوايي برید شوی و. د دغه برید له امله ۴۰۸ بې‌ګناه ناروغان، چې تر درملنې لاندې وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه مراسم د افغان ټولنیزو خدمتونو د مرکز له‌خوا جوړ شوي وو. ویناوالو د پاکستان دغه ناوړه بریدونه په کلکو ټکو وغندل او له نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې پر افغان خاورې د پاکستان د دوامداره بریدونو په اړه جدي څېړنه وکړي.

زموږ همکار دغو مراسمو ته تللی و او په دې اړه یې له ګډونوالو سره خبرې کړې دي.

بشپړ مراسم د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ.

Views: 3