په ټورنتو کې د افغانانو د لوی اختر مراسم

جون 18, 2024

د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز په نوښت، د تورنتو مېشتو افغانانو د لوی اختر ورځ د خپلو کلتوري او دیني ارزښتونو په ښکاره کولو سره ونمانځله. په دغو مراسمو کې ګډونوالو د خپلو کورنیو او دوستانو سره یوځای د مینې او خوشالۍ فضا رامنځته کړې وه.

د افغانانو لخوا د اختریزې مېلې ترڅنګ دودیزه موسیقي هم د مراسمو برخه وه چې ځوانانو په کې د اتڼ نندارې هم وړاندې کړې.

د وصال ټلوېزیون احسان کمال دې مراسمو ته تللی او هلته یې له ګډونوالو سره د افغانستان او د کاناډا دا اخترونو په توپیرونو او دودونو، خبرې کړې دي.

بشپړ مراسم د وصال ټلوېزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شئ.

Views: 9