په نړۍ کې د افغانانو کاروبار- په ټورنټو کې د افغانانو اختریز بازار

جون 21, 2024

په ټورنټو کې د لوی اختر لپاره ۴۰ افغان کاروباریانو چې ډېره برخه یې افغان میرمنې وی، افغاني کالي، جواهرات، قیمتي ډبرې وپلورلې. د دې بازار یوه برخه د ټوکو او ټکالو لپاره ځانګړي شوې وه چې د ډېری ګډونوالو لپاره په زړه پوري وه.

افغاني کالي او محصولات، په ځانګړي ډول د افغانستان وچې میوې، افغانانو او نورو کاناډایي ملیتونو ته په زړه‌پورې او د پام وړ دي چې په خپل ځانګړي کیفیت او خوند ډېر شمېر مشتریان راجذبوي.

د وصال ټلوېزیون خبریال عصمت تره کي د اختریز بازار په دې خپرونه کې د ټورنټو مېشتو افغان سوداګرو سره د زړه خواله کړي.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شئ.

Views: 17