په اوټاوا ښار کې د نړۍ د مسلمانانو لپاره د افغانانو دویم روژه ماتی

اپریل 5, 2024

د کاناډا په اوتاوا ښار کې ځینو افغانانو تېر ماښام د روژې میاشتې په پار د صومالیا مسلمانانو ته د روژه‌ماتي لپاره ډوډوۍ برابره کړې وه چې د نورو هېوادونو د مسلمانانو ترڅنګ ګڼو افغانانو هم په کې ګډون کړی و.

د دغه روژه‌ماتي پروګرام چمتو کوونکي روح الامین شاکر وصال ټلوېزیون ته وویل، چې په دغه ‎پروګرام کې له ګډون سره یو ځل بیا د افغانانو په زړونو کې د مېلمه‌پالنې دود او له یو بل سره د مینې یادونه تازه کړل.

شاکر دغه ارز وايي له دې روژه ماتي يې موخه په بهرنيو هېوادونو کې د خپل ملي دود او کلتور ساتل او نورو خلکو ته يې ښودل و.

د دې مراسمو يو شمېر ګډون‌وال هم خوښ دي او وايي چې د افغانانو له لوري دغه ډول پروګرامونه نړۍ ته مثبت انځور وړاندې کوي او هيله لري چې له دې وروسته هم په لاره واچول شي.

په دغه روژه‌ماتي کې نورو بهر مېشتو مسلمانو ګډون‌والو ‎هم ورته څرګندونې وکړې او د دغه پروګرام جوړولو له امله یې له افغانانو مننه وکړه.

Views: 9