د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره منځګړي ته اړتیا ده؛ له شاه‌محمود میاخېل سره مرکه

جون 1, 2025

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو واک ورځ تر بلې ټینګېږي، د پخواني حکومت یو شمېر لومړی درجه چارواکي او سیاستوال د موجوده نظام پر وړاندې د جبهو په جوړولو بوخت دي. دوی د پخوا په څېر په بهر کې هم سره پاشلي دي او پلویان یې په خپلو منځونو کې په ناندریو بوخت دي.

د دغو چارواکو او سیاستوالو د پلویانو ترمنځ قومي او سیاسي نفاق اوج ته رسېدلی او مشران یې یو ځل بیا واک ته د رسېدو په هیله پر دوو لارو روان دي؛ یوه ډله یې پر جګړه ټینګار لري او بله یې لا هم له طالبانو سره یوه جوړجاړي ته د رسېدو په تمه یوه ورځ له یو بل سره متحد او بله ورځ یې بیا لارې سره بېلې کړې وي.

دا چې دوی ولې نه سره متحدېږي، د سیاستوالو ایتلافونه ولې موقتي او بې دوامه وي، په افغانستان کې سیاستوال ولې نه دي توانېدلي یو سیاسي ایتلاف رامنځته کړي او یا یې ولې ترمنځ بې‌باوري شتون لري؟ د دې ټولو پوښتنو په اړه مو د تېر حکومت پر مهال د دفاع وزارت له سرپرست، د ننګرهار له والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو او بهرنیو اړیکو کمېټي له مشر شاه‌محمود میاخېل

Views: 7