قادري: له نشه‌یي توکو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلې ډېرې پیسې بېرته بهرنیو کمپنیو یووړې

جون 13, 2023

د حامد کرزي حکومت کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزير حبيب‌الله قادري وايي، د هغه وخت حکومت کې د فساد له امله د نشه‌يي توکو مخنیوی ونه شو او له دغو توکو سره د مبارزې لپاره هېواد ته راغلې ډېرې پیسې بېرته بهرنیو کمپنیو یووړې.

قادري چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي جمهوري ریاست په دوره کي له نشه‌یي توکو سره د مبارزې وزیر و، ادعا کوي چې د کرزي په حکومت کې د کابینې د ځینو غړو په ګډون ډېرو چارواکو د نشه‌یي توکو په قاچاق کې لاس درلود او اوس که څه هم چې د افغانستان سرپرست حکومت د دغو توکو پر کښت بندیز لګولی، خو فکر نه کوي چې په کښت کې دې ډېر توپیر راغلی وي؛ دی د کابل له پل‌سوخته سیمې د نشه‌یانو ټولولو اقدام ستایي.

حبيب‌الله قادري د «سرنوشت» خپرونې سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «پخواني ولسمشر حامد کرزي د نشه‌يي توکو مخنیوي لپاره خبرې کولې او په اړوندو پروګرامونو کې یې برخه هم اخیسته، خو د نشه‌يي توکو مخنیوي لپاره له فساده د پاکو چارواکو ګومارل مهم و، کوم چې په هغه وخت کې ونه شول.»

Views: 8