ډاکټر نورعالم فرید: افغان ملي لوبډله به د کرکټ اتلانو جام سیالیو کې ښه وځلېږي

فبروري 21, 2025

د افغانستان د کرکټ بورډ د امو زون پخوانی مشر ډاکټر نورعالم فرید وايي چې د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو ته په بشپړ ډول چمتو شوې ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ګډون د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالۍ نن په پاکستان کې پیل شوې چې ۱۹ ورځې به دوام وکړي. افغانستان په لومړي ځل په دې سیالیو کې کډون کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د زون پخواني مشر ډاکټر نورعالم فرید له وصال ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې افغان ملي لوبډلې د تېر میلادي کال په اوږدو کې دوامداره لوبې کړې، روزنه یې ترلاسه کړې او د ۲۰۲۵ کال د اتلان جام لپاره په بشپړ ډول چمتو شوې ده.

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره د فبرورۍ په ۲۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي.

Views: 22