د افغانستان او پاکستان جګړه؛ د پخوانیو افغان سیاستوالو وېشلي دریځونه

مارچ 2, 2026

پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو زور اخیستی او افغانستان هم د اسلام‌اباد، نوښار او ایبټ‌اباد په ګډون د پاکستان پر بېلابېلو ښارونو د ډرون بریدونه کړي؛ دا ډول بریدونه بې‌ساري بلل کېږي. پوښتنه دا ده چې افغانستان څنګه وتوانېد د پاکستان په دننه کې غچ واخلي؟

د پاکستان دغه بریدونه ډېرو عامو افغانانو غندلي او د خپل هېواد د دفاع ټټر یې ډبولی؛ خو ځینو پخوانیو سیاستوالو په دې برخه کې نرم دریځ خپل کړی او طالبان یې پړه بللي دي.

د دفاع وزارت پخوانی لومړی مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخیل، له پاکستاني بریدونو سره د کلک مخالفت تر څنګ وايي، افغانستان برلاسی دی او طالبان پر پاکستان د فشار پراخې وسیلې او اړخونه لري چې کېدای شي له اسلام‌اباد سره په اوږدمهاله شخړه کې ترې کار واخیستل شي.

Views: 2