په کاناډا کې افغان ځوانان د کرکټ له لارې تجربې، هیلي او مهارتونه ترلاسه کوي

جون 25, 2025

د کاناډا په اوتاوا کې له مېشتو افغان ځوانانو جوړې لوبډلې د افغانستان په استازیتوب د ۲۰۲۵ کال د «Word Tape Ball Clash» په نوم د کرکټ نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړ.

یادې سیالۍ د «Sher-e-Punjab Cricket» له‌ خوا د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا ښار کې ترسره شوې چې د بېلابېلو هېوادونو غوره لوبډلو ګډون په‌کې کړی و.

د اوتاوا مېشتو افغان ځوانانو لوبډله کې چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ ولوبېده،لوبډل‌مشر احمدنوین سمندر، قادر، هامون موسی‌زی، سمیع شینواری، احمدسیر سمندر، باسط کړوخېل، حمید موسی‌زی، حشمت موسی‌زی، سمیع وفا، شهاب شینواری، همت‌الله کړوخېل، عبدالله کړوخېل، اویس مجددی، نور شاکر او دانیال احمدزی شامل وو.

په یادو سیالیو کې افغان لوبډلې وکولای شول د خپل هېواد ښه استازولي وکړي او د ښو لوبو په ترسره کولو سره یې د مینه‌والو زړونه وګټل.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر احمدنوين سمندر وصال ټلوېزیون ته وویل: «موږ د ټیم له ټولو غړو، روزونکو، Shegi Real Estate Group او د کاناډا – افغانستان له بنسټ څخه څانګړې مننه کوو چې زموږ ملاتړ یې وکړ.»

دغه راز، د افغان لوبډلې روزونکي روح‌الامین شاکر وویل: «موږ باوري یو چې دا ټیم به راتلونکو سیالیو ته لا پیاوړی، متحد او چمتو راستنېږي.»

بل روزونکي رحیم‌الله سمندر چې افغان ځوانان تل د کرکټ لوبو ته هڅوي وایي، یوازې ګټل مهم نه دي، بلکې په لوبو کې ګډون کول، زده‌کړه او پرمختګ هم مهم دي.

سمندر زیاته کړه چې د نړۍ په هر کونج کې د کرکټ په سیالیو کې د افغان ځوانانو ګډون د هویت، همغږۍ او د هغوی د هڅو استازولي کوي.

Views: 5