له محدودیتونو سره مخ افغان ښځې؛ څنګه په بهر کې سیاسي ډګر ته راوتلې؟

مارچ 6, 2026

په داسې حال کې چې افغان ښځې په خپل هېواد کې له پرله‌پسې محدودیتونو، بندیزونو او ټولنیزو خنډونو سره مخ دي، له هېواده بهر د هغوی د ځلېدو، پرمختګ او سیاسي حضور خبرونه ورځ تر بلې ډېرېږي. یو شمېر افغان مېرمنې اوس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له زده‌کړو او ټولنیز فعالیت څخه ورهاخوا، سیاسي ډګر ته هم راوتلې او د تصمیم‌نیونې په کچه د حضور هڅه کوي.

له همدې ډلې څانګې صدیقي په هالنډ کې سیاست او ټولنیز خدمت ته مخه کړې او د ښاروالۍ شورا لپاره نومانده شوې ده.

موږ په دې مرکه کې له څانګې صدیقي سره د هغې د سیاسي هڅو او منډو ترړو تر څنګ، په افغانستان کې د ښځو د حقونو، محدودیتونو او راتلونکو هیلو په اړه خبرې کړې دي؛ ستاسو پام ورته رااړوو.

Views: 3