په ټورنټو کې د افغان فرهنګیانو مشاعره او سندریز ماښام

اگست 19, 2024

په ټورنټو کې د مېشت افغان فرهنګیانو له لوري مشاعره او د سندریز ماښام پروګرام له اروپا څخه د راغلوو افغان فرهنګیانو، شاعرانو او سندرغاړو په ویاړ جوړ شو.

په دې پروګرام کې چې نوموتو ښځېنه او نارینه افغان شاعرانو او د شعر او شاعرۍ مینه والو ګډون کړی وو، په لمړۍ برخه کې یې لیکوال، څېړونکي او ادیب شهسوار سنګروال د پښتو ژبي پر تاریخ او ادب خبري وکړي، دویمه برخه کې یې ګڼ شمېر شاعرانو خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول او درېیمه برخه یې د سندرغاړي کریم لمر لپاره ځانګړي شوې وه چې ګډونوالو ته یې ارامي سندري واورړلې.

Views: 12