ټورنټو کې د افغانستان نجونو ته د زده‌کړو حق غوښتلو په ملاتړ لاریون وشو

مې 4, 2025

له خپل اصلي ټاټوبي لرې ټورنټو کې یو شمېر افغان نجونو لاریون وکړ څو په افغانستان کې له زده‌کړو د بې‌برخو نجونو غږ تر نړۍوالو ورسوي. دغه لاریون په کاناډا کې د ملي حرکت (Red Pashmina Walk) یوه برخه ده چې د Right to Learn Afghanistan سازمان په نوښت او بېلابېلو ښارونو د پنځو څانګو په همکارۍ ترسره شو.

دغه لاریون – چې «زده‌کړې حق دی» او «نجونې مه حذفوئ» شعارونه په‌کې ورکول کېدل – د Firefighter’s Memorial له مخې بیا د انټاریو د قانون‌جوړونې تر ودانۍ پورې ترسره شو.

د دغه سازمان د ټورنټو څانګې همغږي‌کوونکي مارګوټ مایر دغه حرکت «د زده‌کړو د عدالت لپاره د انساني او نړۍوال پیوستون نښه» وبلله.

په دې ويډیو کې یې واورئ:

– د هغو نجونو غږ چې غواړي چوپتیا ماته کړي.

– د کډوالۍ له زړه د هغو نجونو لپاره پیغامونه چې د ښوونځیو تړلو دروازو تر شا پاتې دي.

– د هیله‌مندۍ، زیار او انساني مسوولیت کیسې

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راسېدو سره افغان نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې دي؛ له دغه بندیز راهیسې د څه باندې ۱۳۰۰ ورځو په تېرېدو سره، په ټورنټو کې دغه حرکت د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ افغان نجونې ‎له پامه نه دي غورځولې.

ویدیو وګورئ، له نورو سره یې شریکه کړئ او د عدالت غږ و اوسئ.

Views: 5