افغانستان د ستونزو په تړاو – په جرمني کې د افغان ډیاسپورا ملي مرکه

اکتوبر 6, 2025

د ملي مرکې په دوام، د جرمني په هامبورګ ښار کې د افغان ډیاسپورا غونډه جوړه شوه. په دې ناسته کې لسګونو علمي، فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو، ګډون وکړ.

ګډونوالو د ملي همغږۍ، د یو واحد ملي ادرس د جوړېدو او د افغانستان د راتلونکي لپاره د ګډ فکر او تفاهم غوښتنه وکړه.

په غونډه کې د شایسته‌سالارۍ، د بشري حقونو، د ښځو زده‌کړې د کار حق او د انتقالي عدالت پر ارزښتونو ټینګار وکړ.

د ناستې ګډونوالو باور څرګند کړ چې افغان ډیاسپورا کولای شي د انسجام او ملي ژمنتیا له لارې د هېواد په برخلیک کې اغېزمن رول ولوبوي.

بشپړ راپور د وصال تلویزیون له یوټیوب چینل کتلی شئ.

Views: 10