ټورنټو کې د افغانیه کلتوري ټولنې له خوا کلنۍ مېله ترسره شوه

جولای 2, 2024

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغانیه کلتوري ټولنې له خوا کلنۍ مېله چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د وروستیو بریاوو نمانځنې او ملاتړ ته ځانګړې شوې وه، په ټنګ ټکور او د ځینو کلتوري برنامو په وړاندې کېدو ترسره شوه.

دغه مېله نن (د جون ۳۰مه) جوړه شوې وه. په دغو مراسمو کې د افغاني کلتور په ویاړ بېلابېلې نندارې وړاندې شوې، ځوانانو اتڼ وکړ او په دې سره یې ټولنې ته د ملي یووالي او همغږۍ تصویر وړاندې کړ.

د مېلې ګډونوالو دغه راز د خپلو دودیزو جامو په اغوستو سره د افغاني فرهنګ غنا نندارې ته وړاندې کړه او د افغانستان د بېلابېلو سیمو موسیقۍ وغږېدې او نڅاوې وشوې.

په دغه پروګرام کې کاناډا ته له نوو راغلو افغان کډوالو سره د پېژندګلوۍ ترڅنګ هغوی ته د افغانیه کلتوري ټولنې له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ شو.

دغه راز، د مېلې ګډونوالو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وروستیو بریاوو خوښي څرګنده کړه، دا یې یوه مخکښه لوبډله یاده کړه، د لوبغاړو زړورتیا او هڅې یې وستایلې او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

هغوی دغه راز وویل چې د کرکټ ملي لوبغاړو په دې سختو حالاتو کې افغانانو ته خوښي ورکړې او ویاړونه یې راوړي او دوی اوس د ملت یوه له لویو هیلو بلل کېږي.

د ګډونوالو په وینا، د ملي لوبغاړو وطن‌دوستي او سجاعت د دې لامل شوي چې د نړۍ لویو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

Views: 14