اوټاوا کې افغان او بنګلدیشي ځوانانو د فوټبال دوستانه لوبه وکړه

مې 13, 2024

یو شمېر افغان او بنګلدیشي ځوانانو د کاناډا هېواد پلازمینې اوټاوا ښار کې د فوټبال دوستانه لوبه ترسره کړه. یاده لوبه د بنګلدیشي ځوانانو په ګټه تمامه شوه خو افغان ځوانان هم ښه وځلېدل.

د افغان ځوانانو لوبډلې مشر وايي، دوی ښه لوبه وکړه خو له بده‌مرغه چانس ورسره یاري ونه کړه. د ده په وینا، دا د فوټبال برخه کې د افغان ځوانانو لومړۍ لوبې دي، هڅه کوي په راتلونکي کې ښې لوبې ترسره کړي.

دغه‌راز بنګلدیشي ځوانان هم وايي، نږدې یو کال کېږي اوټاوا ښار کې لوبې کوي خو نننۍ لوبه یې ترټولو جالبه وه. د دوی له ډلې یوه لوبغاړي وویل، د دې لوبې لپاره یې ډېر چمتووالی نیولی و او له نیکه‌مرغه لوبه یې وګټله او راتلونکي کې هم هڅه کوي ښې لوبې وکړي.

دې لوبې ته راغلي نندارچیان هم وايي چې له لوبې یې ډېر خوند واخیست. یوه افغان نندارچي وویل، دغه ډول لوبی باید ډېرې شي څو دوی ته هم د تفرېح یوه زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه: «زموږ هدف یوازی د خپل ټیم تشویق کول دي او تل به د دوی حمایت کوو.»

 

Views: 12