د لارو بندښت؛ پاکستاني سوداګرو د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه ورکړې

دسمبر 27, 2025

د نژدې درې میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولې لارې تړلې دي، چې له امله یې شاوخوا ۲ میلیارد ډالره کلنی دوه‌اړخیز تجارت په ټپه درېدلی دی.

سوداګر وايي، د دواړو هېوادونو سیاسي پرېکړو د میلیونو کسانو کار و بار زیانمن کړی او دواړو غاړو ته یې درانه اقتصادي تاوانونه اړولي دي. د ډیورنډ کرښې په کوزه غاړه او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې شکایتونه پراخ شوي دي.

په همدې تړاو، پاکستاني سوداګرو له حکومتي چارواکو سره بیړنۍ ناستې پیل کړې او ترې یې غوښتي چې د روانو تاوانونو د زیاتېدو مخه ونیسي. خو د سوداګرو په وینا، اوس توپ د افغانستان په میدان کې دی او دا ځل به وروستۍ پرېکړه کابل کوي.

د همدې سوداګریز بندښت په اړه موږ د ډیورنډ کوزې غاړې د چمن د سوداګرو د ټولنې له مشر عبدالنافع جان سره خبرې کړې دي، چې ستاسو پام ورته رااړوو.

Views: 2