د جمهوریت شل کاله؛ د جمهوریت دورې له ولسوال عبدالله خیرخواه سره مرکه

جولای 21, 2024

د جمهوریت شل کاله پاډکاسټ لړۍ په دې خپرونه کې د بحث موضوع د جمهوریت مهال په ولسوالیو کې د حکومتولۍ او د حکومتي مسوولینو او خلکو ترمنځ د تعامل څرنګوالي، نیمګړتیاوو او ننګونو، له ولایتي او مرکزي ادارو سره د سیمه‌ییزو مسوولینو اړیکو او د هغوی پر وړاندې خنډونو او ګواښونو ته ځانګړې شوې ده.

او مهمه دا چې له کلیو او ولسوالیو د جمهوریت د سقوط پر لاملونو او څرنکوالي هم خبرې کېږي.

په دې اړه بحث ته نن په خپرونه کې راسره د جمهوریت مهال د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوال عبدالله خیرخواه مېلمه دی چې پام مو ورته را اړوو.

د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.

Views: 114