په کاناډا کې د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د نيول شوو غړو د خلاصون لپاره لاريون وشو

سپتمبر 3, 2023

په دغه لاریون کې چې پښتون کونسل کاناډا له لوري د یکشنبې په ورځ تنظیم شوی و، د دغه غورځنګ لسګونو غړو په کې ګډون درلود او له ځان سره یې د پښتنو د حقونو غوښتلو او د پاکستان د ریاست ضد بېلابېل شعارونه لېږدول.

لاريون کوونکو وويل چې د پاکستان رياست او سياسي ټولنې دې نور د پښتنو پر سر سودا نه کوي او د دوی حقونه دې ورکړي.

هغوی دغه راز زیاته کړه، هغه خلک او سياسي خوځښتونه چې د پښتنو د حقونو غوښتنه نه شي کولی، بايد هیڅوک یې ملاتړ ونه کړي.

دوی دغه راز د خپلو خبرو په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې نور د بې‌ګناه پښتنو له وژلو، ځورولو او نیولو لاس واخلي.

د هغوی په خبره چې دا ستونزې د لر او بر وطن دواړو پښتنو قومونو ته را ولاړې شوې او هیڅ داسې څوک پيدا نه شو چې پوښتنه يې وکړي.

د لاريون ګډونوالو په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو پر بنديز هم نيوکې وکړې، ويې ويل چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې باید ژر تر ژره پرانیستل شي.

Views: 30