کاناډا کې مېشت یو شمېر افغانانو یوه پخوانۍ کلیسا پر جومات بدله کړه

مارچ 11, 2024

د کلیسا دا ودانۍ چې د ټورنټو ښار ته څېرمه د اجکس په ښار کې موقعیت لري، د السبحان پر نوم د جومات پرانیسته په کې وشوه.

دا پرانیسته چې د مارچ په ۱۰مه نېټه د شبنې پر ماښام ترسره شوه، په لسګونو د اجکس او ټورنټو ښار مېشتو افغانانو په کې برخه اخېستي وه. د دغو مراسمو په لړ کې د السبحان جومات د پرانیستي پر اهمیت او راتلونکو فعالیتونو په اړه خبرې وشوې. همدارنګه د مراسمو پای کې په لومړي ځل په دغه جومات کې د ماښام لمونځ د ګڼ شمېر ګډونوالو له لوري په جماعت ترسره شو.

د السبحان جومات ودانۍ چې مخکې د کلیسا اړوند وه او د عیسویت دین پيروانو د عبادتځای په توګه کاروله، خو اوس د مېشتو افغان کډوالو پر نوښت د ۲،۶ میلیون کاناډايي ډالرو په ارزښت پېرل شوې او پر جومات بدله شوې ده.

دغه‌راز، د دې ودانۍ پر بیارغونه هم تر ۳ سوه زرو کاناډايي ډالرو لګښت راغلی دی او دا جومات د مېشتو افغانانو او نورو مېشتو مسلمانانو په مالي مرستو بیارغول شوی دی.

د السبحان جومات پر دې دوه پوړیزه ودانۍ کې د ښځینه او نارینه عبادت کوونکو لپاره جلا جلا برخې لري. د دغه جومات د یوه بنسټګر په خبره، دا ځای به د ماشومانو لپاره د دیني زده‌کړو پر یو لوی مرکز هم بدل شي.

له دې مخکې دلته مېشتو افغانانو دغه ډول ځانګړی جومات او اسلامي مرکز نه درلود څو د افغانانو د راټولېدو او د افغان ماشومانو روزنې لپاره ترې کار واخیستل شي؛ ځکه خو د السبحان جومات پرانیسته د کاناډا مېشتو افغانانو له لوري یو بې‌ساری ګام بلل کېږي.

د اجکس په ښار کې تر ۲۵۰۰ ډېر افغان کډوال مېشت دي او پر دې سربیره دا ښار د ټورنټو او اوشاوا ښار ته هم نږدې پروت دی. ویل کېږي چې د اخترونو د لمانځلو او نورو دیني او کلتوري مراسمو په نمانځنه کې به دا جومات د افغانانو راټولېدنې پر یو ښه مرکز بدل شي.

Views: 21