طالبان او اروپا؛ د ډیپلوماسۍ نوی فصل که خطرناکه مصالحه؟

اگست 3, 2025

له څلورو کلونو وروسته، طالبان وتوانېده چې په ځینو اروپایي هېوادونو کې د افغانستان ډیپلوماټیکو استازولیو ته لار ومومي او هیله لري چې دا اړیکې به د لوړ سیاسي تعامل کچې ته ورسېږي.

په عین حال کې، اروپایي ډیپلوماټانو هم کابل ته خپل تګ‌راتګ زیات کړی او طالبان تمه لري چې له قطره خپلې سفارتي چارې کابل ته ولېږدوي.

بل‌خوا، د طالبانو د سیاسي او نظامي مخالفینو ناهیلۍ ډېرې شوې او په برلین کې یو شمېر افغان ښځو د طالبانو د استازو د ماموریت پر ضد مظاهره وکړه خو داسې ښکاري چې نړۍواله ټولنه په تدریجي او محتاطانه ډول له طالبانو سره تعامل ته ننوځي.

د دې موضوع په اړه مو د اکسفورډ پوهنتون له غړي ډاکټر عزیز بارز سره ځانګړې مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.

Views: 3