ماشومان او چاپیریال ساتنه: د راتلونکي نسل لپاره پاک طبیعت

جنوري 27, 2025

د چاپېریال ساتنې ارزښت ماشومانو ته ښودل نه یوازې هغوی ته د سالم ژوند لاره پرانیزي، بلکې دوی راتلونکي ته د نړۍ د ساتنې لپاره چمتو کوي. ماشومانو ته د طبیعت ساتنه د ژوند د عادي برخې په توګه ښودل باید د هرې کورنۍ، ښوونځي او ټولنې یوه موخه وي.

اسلام د ماشومانو روزنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او د طبیعت ساتنه د ایمان یوه برخه ګڼل شوې ده. ماشومان ته د دې تعلیم ورکول چې الله تعالی موږ ته طبیعت امانت راکړی او موږ د هغه د ساتنې مسئولیت لرو، په هغوی کې د چاپېریال ساتنې سره دیني مینه پیدا کوي.

د انسان د سالمې روغتیا په ساتنه کې ښه او پاک چاپیریال ډېر ارزښت لري که چیرې شاوخوا چاپیریال پاک وي، نو ماشومان به د ډول ډول ناروغیو څخه په امن کې وي.

ځکه چې د چاپېریال ساتنه د انسان روغتیا لپاره اړینه ده. که د چاپېریال پاکوالي ته جدي پاملرنه ونه شي، نو دا به په روغتیايي سیسټمونو باندې فشار ډیر کړي.

دغه راز پاک او شین چاپېریال د ماشومانو د ذهني سکون او رواني روغتیا لپاره هم  ډېر مهم دی. د طبیعت سره وخت تېروونکی خلک د خپګان او اضطراب له ناروغیو څخه کم اغېزمن کېږي.

اسلام د چاپېریال ساتنې په اړه ډېر ټینګار کوي او انسان ته سپارښتنه کوي چې د طبیعت هره برخه، لکه اوبه، هوا، خاوره، بوټي، او حیوانات، وساتي. دا زموږ د ایمان یوه برخه ده چې د الله تعالی نعمتونه خوندي کړو او د ځمکې فساد ته اجازه ور نه کړو. د چاپېریال ساتنه د یوه مسلمان اخلاقي او ديني مسئولیت دی.

Views: 6