د مارک کارني د حکومت ۹ میاشتې؛ ژمنې، عمل او پایلې

جنوري 3, 2026

شاوخوا ۹ میاشتې کېږي چې په کاناډا کې د مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند واک ته رسېدلی دی. تر کارني وړاندې، په فدرالي حکومت کې د بېلابېلو سیاسي پالیسیو ترمنځ اختلافونو د هېواد پر سیاسي او اقتصادي ثبات منفي اغېز کړی و.

له بلې خوا، په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدل نه یوازې د کاناډا پر اقتصاد اغېزمن تمام شول، بلکې یو شمېر نور هېوادونه یې هم تر اغېز لاندې راوستل.

کاناډایانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او ثبات په هیله، د مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند ته رایه ورکړه. کارني د لومړي وزیر کېدو تر مخه له خلکو سره یو لړ ژمنې کړې وې او هماغو ژمنو د لیبرال ګوند د بریا بنسټ جوړ کړ.

اوس چې د کارني د واکمنۍ نږدې ۹ میاشتې تېرې شوې دي، اساسي پوښتنه دا ده:

ایا د کارني حکومت د کاناډایانو هیلې پوره کړې دي؟

د دې حکومت کړنې تر کومه بریده بریالۍ وې او ایا له خلکو سره شوې ژمنې عملي شوې دي که نه؟

په دې خپرونه کې د مارک کارني د نهو میاشتو واکمنۍ هر اړخیزه ارزونه کوو؛ دا څېړو چې تر اوسه کوم کارونه ترسره شوي، کوم پلانونه لا پاتې دي او دا بدلونونه به څه وخت عملي او د خلکو لپاره محسوس شي.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!

Views: 2