بریالۍ څېرې؛ جرمني کې مېشت افغان انجنیر رحیم‌الله سمندر

اگست 29, 2024

«بریالۍ څېرې» خپرونه کې مو دا ځل انجنیر رحیم‌الله سمندر مېلمه دی. د ماسټرۍ زده‌کړو پر مهال د نوموړي علمي څېړنې او سفرونه د خپل پوهنتون ترڅنګ د ايټاليوي او نړۍوالو ورځپاڼو سرليکونه ګرځېدلي دي.

رحیم‌الله سمندر د میدان‌وردګو لایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی؛ لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل پلرني ټاتوبي او ثانوي یې د کابل ښار د محمود هوتکي لېسه کې سر ته رسولې دي.

هغه د لیسانس تر کچې د انجنيري زده‌کړې په هند کې کړې، بیا یې د المان د هیسن ایالت د درمشتات تخنیکي پوهنتون کې «د انجینري مدیریت» برخه کې ماسټري اخیستې ده.

نوموړي د انجنيري مديريت څانګه کې خپل علمي سفر په ۲۰۲۲ کال کې د اراسموس پروګرام له لارې له ايټاليا پیل کړ؛ په دې برخه کې یې د زده‌کړو يوه برخه په پولنډ، وروستی سمسټر او تيزس يې په جرمني کې بشپړ کړي او په ۲۰۲۴ کال کې یې په ايټاليا کې دفاع کړ.

سمندر که څه هم اقتصادي ستونزې درلودې خو بیا یې هم په دې موده کې ۳۳ علمي سفرونه کړي، اروپا کې یې له ګڼ شمېر افغانانو سره کتلي، هغوی یې زده‌کړو ته هڅولي او بهر کې د افغانستان او افغانانو په اړه د شته منفي فکر بدلولو برخه کې یې ډېر کار کړی دی.

دغه راز په جرمني کې یې د ۲۷ هېوادونو محصلینو ترمنځ د «ټکنالوجۍ او نوښت مدیریت» او په ايټاليا کې یې د ۱۴ هېوادونو محصلينو ترمنځ د «ستراتيژۍ» مضامينو کې تر ټولو لوړې نومرې ترلاسه کړې او دغه ريکارډ يې د افغانستان په نوم ثبت کړی دی.

د یادونې ده، سمندر د افغانستان ځینو پوهنتونونو کې استادي کړې او په اترا اداره کې یې هم کار کړی دی، وروسته په ايټاليا کې د نړۍوالو محصلينو د مشاور په توګه هم پاتې شوی او په ګڼ شمېر نړۍوالو کنفرانسونو کې یې د هېواد په استازيتوب ګډون کړی دی.

Views: 121