بریالۍ څېرې؛ د جرمني د کرکټ ملي ټیم یو افغان غړی مسلمیار اشرف

نوومبر 12, 2024

د «بریالۍ څېرې» خپرونه دا ځل د جرمني د کرکټ ملي ټیم له یوه افغان غړي مسلمیار اشرف سره خبرو اترو ته ځانګړې شوې ده.

اشرف په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې زېږېدلی، لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زد‌ه‌کړې یې په خپل ټاټوبي کې ترسره کړې دي.

اشرف په ۲۰۱۶ کال جرمني ته ولاړ، اوس د جرمني په فرانکفورت ښار کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي او د یاد ښار د «Naegelundkoepfe GmbH» ادارې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې کار کوي.

اشرف له ماشومتوبه له کرکټ سره مینه درلوده، په خپل کلي کې یې د کرکټ لوبه کوله، اوس د فرانفکورت په Niddaschule» کې د ځوانانو د کرکټ ټيم روزونکی دی او د جرمني د کرکټ په ملي ټيم کې له څلورو نورو افغانانو سره لوبېږي.

اشرف په الماني ژبه هم ثانوي زده‌کړې کړې او د کار او لوبو ترڅنګ لوړې زده‌کړې هم کوي چې اوس د برېښنا او ودانیو د ټکنالوجۍ څانګې د درېیم کال محصل دی.

نوموړی په پښتو، دري، انگلیسي، الماني او اردو ژبو روانې خبرې کولای شي.

Views: 120