بریالۍ څېرې؛ د المان په برلېن کې د افغانانو د همغږۍ مرکز مشر محمود سعید

نوومبر 24, 2024

د «بریالۍ څېرې» خپرونه دا ځل محمود سعید ته چې په جرمني  کې یې د افغانانو د همغږۍ مرکز  جوړ کړی دی، ځانګړې شوې ده.

محمود سعید د هغو افغانانو له ډلې دی، چې ځان یې په جرمني کې د افغاني ټولنې د ښېرازۍ په هیله په افغان ډیاسپورا کې د مرستې او رهبرۍ د یوې مهمې څېرې په توګه راڅرګند کړی دی. هغه هڅه کوي، چې د خپل ځان او کورنۍ د پرمختګ په اړه د فکر تر څنګ په جرمني کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته پر رسېدنه باندې هم فکر وکړي او د هغوی په حل کې ورسره د امکان تر حده پورې منډه وکړي.

محمود په کابل کې په پولي‌تخنیک پوهنتون کې د انجنیرۍ پوهنځی لوستلی، تر هغه وروسته یې په عملي میدان کې له نړۍوالو خیریه موسسو سره کار پیل کړی و، هغه په‌خپل وخت کې له دغو موسسو سره د افغانستان په پرمختیایي چارو کې کار کړی دی. له ۲۰۱۴ کال راهیسې په جرمني کې اوسي؛ هغه دلته په لومړیو کې د ژبې کورسونه ولوستل، تر هغه وروسته یې د مهاجرینو لپاره له معلوماتي پلیټ‌فارم “هینډبوک جرمني” سره کار پیل کړ.

محمود په دغه پلیټ‌فارم کې د پښتو ژبې مسوول دی او هڅه کوي، چې د افغان مهاجرینو لپاره په ساده او د پوهېدو وړ ژبه باندې په جرمني کې د ژوند، کار او مسوولیتونو په اړه اړین معلومات چمتو کړي. هغه د پښتو ژبې وېډیوګانې او آډیوګانې برابروي، چې په ډېره ښه بڼه باندې په جرمني کې نوو مېشتېدونکو افغانانو ته د نوي ژوند لپاره مهمې لارښوونې په‌خپله ژبه کې وړاندې کړي.

هغه په برلېن کې د افغانانو د همغږۍ مرکز جوړ کړ؛ دا مرکز له افغانانو سره مرسته کوي، چې خپلې ستونزې بیان کړي، حل‌لارې ورته ولټوي او خپلې کلتوري اړیکې پیاوړې کړي. دغه مرکز د محمود په مشرۍ د افغانستان ځانګړې فرهنګي او ملي ورځې لمانځي، لکه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ، د خپلواکۍ ورځ، اخترونه او نورې ځانګړې ورځې. دا جشنونه نه یواځې د کلتور او ملي هویت د ژوندي ساتلو او پیاوړتیا لپاره دي، بلکې پر یوه ټغره د افغان ډیاسپورا د راټولولو هڅې هم دي.

د دې تر څنګ، محمود سعید د افغان ډیاسپورا لپاره یو مجله هم خپره کړې، چې په جرمني کې څو ځله چاپ شوې او لا هم فعالیت کوي. دا مجله د ډیاسپورا لپاره نه یواځې حیاتي معلومات وړاندې کوي، بلکې د افغانانو لپاره د یوه پلیټ‌فارم حیثیت هم لري، چې هغوی په‌‌کې خپل فکرونه، نظریات او احساسات له نورو سره شریکوي.

دغه خپرونه د محمود سعید د ژوند، د هغه د کارونو او د هغه د هڅو په اړه ده، چې څنګه یې په جرمني کې د افغان ډیاسپورا لپاره یو نوی پیل، لارښوونې او هیلې رامنځ ته کړې. که تاسو د مهاجرینو ژوند، د ټولنیزې مرستې اهمیت او د یوه ځوان افغان د دغو موخو په اړه پوهېدل غواړئ؛ نو زموږ دغه ویډیويي کلېپ وګورئ. دا پروګرام به نه یواځې تاسو ته د محمود د ژوند او هڅو په اړه معلومات درکړي، بلکې په یوه ډول به ستاسو د ژوند د ښه کولو لپاره یو الهام هم درکړي.

Views: 129