بریالۍ څېرې؛ د المان په هامبورګ کې فلم جوړوونکی، هنرمند او د ودونو د یوه هوټل مسوول خلیل یوسفي

نوومبر 15, 2024

د «بریالۍ څېرې» په دې خپرونه کې مو افغان فلم‌جوړوونکی او هنرمند خلیل یوسفي او د المان د هامبورګ ښار په « Moon Event» هوټل کې د هغه شریک میوند عزیزي مېلمانه کړي دي.

لیکوال، فلم‌جوړوونکی او پېژندل شوی هنرمند خلیل یوسفي د افغانستان په هرات ولایت کې زېږېدلی او له لسو کلونو راهیسې په المان کې ژوند کوي؛ هغه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د موسیقي له څانګې فارغ شوی دی.

یوسفي المان ته د تګ په لومړي کال تر B2 کچې الماني ژبه زده کړه او د رومان به فورم کې یې د استاد مددي د خاطرو یو کتاب یې لیکلی چې د ډېرو لوستونکو له خوا یې هرکلی شوی دی.

خلیل په یونان کې «اروپا ته سفر» به نوم یو مشهور فلم تولید کړی چې په ۲۰۱۶ کال کې د جرمني په هامبورګ ښار کې نندارې ته وړاندې شو او د یونسکو جایزه یې هم ترلاسه کړه. د دې ترڅنګ د «مسافری از کابل» او «تبسم و درنا» په ګډون پنځه سریالونه یې هم تولید او خپاره کړي دي.

یوسفي د هنري فعالیتونو ترڅنګ په هامبورګ کې د “Moon Event”  په نوم د واده یو لوی سالون هم چې د شاوخوا ۵۰۰ کسانو ځایولو ظرفیت لري، د شاوخوا یو میلیون یورو په لګښت له خپل ملګري میوند عزیزي سره په شراکت پرانیستی دی.

خلیل او عزیزي د ودونو په دغه هوټل کې شاوخوا ۱۰۰ افغان او بهرنیو وګړو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

Views: 133