بریالۍ څېرې؛ جرمني کې د مسافرتي خدمتونو برخه کې مخکښ فریداحمد عزیزي

اگست 8, 2024

د «بریالۍ څېرې» خپرونه دا ځل فریداحمد عزیزي ته چې د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د ویزې اخیستو، د هوايي شرکتونو د ټکټونو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د تفریحي بستو د پېر او پلور خدمتونو کاروبار کې  بوخت دی، ځانګړې شوې ده.

نوموړي په لومړیو کې په لږه پانګونه د افغان توریستیک مسافرتی اژانس پرانیست او اوس یې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

عزیزي د ۱۳۵۵ لمریز کال د مرغومي په ۱۳مه د کابل په چهاردهي کې زېږېدلی، لومړنۍ او منځنۍ زد‌ه‌کړې یې په رخشانه ښوونځي او حبیبیې لېسه کې سر ته رسولې او لوړې زده‌کړې یې د سوداګرۍ مدیریت او دولتونو ترمنځ د اړیکو برخه کې بشپړې کړې دي.

نوموړي چې له سوداګرۍ سره کومه لېوالتیا درلوده، د مسافرتي خدمتونو برخه کې یې هم لوړې زده‌کړې کړې او د لیسانس سند له ترلاسه کولو وروسته اوس د المان په فرانکورت ښار کې د افغان لوژستیک مسافرتي دفتر له لوري د ویزې اخیستو، د هوايي شرکتونو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د تفریحي بستو د پېر او پلور خدمتونو برخه کې کار کوي.

عزیزي وصال ټلوېزیون ته وویل: «له وطن سره د مینې احساس ته په کتو مې د هر ټکټ له اجرا کېدو یوه یورو د خپل هېواد له نجیبو خلکو سره مرسته کوم.»

Views: 149