«د جمهوریت شل کاله» پاډکاسټ لړۍ په دې بحث کې مو د شهیدانو او معلولینو چارو پخواني وزیر او د کابل پوهنتون له پخواني رئیس پوهنمل حمیدالله فاروقي سره مرکه کړې ده.
له فاروقي سره د جمهوریت په دوره کې د افغانستان د لوړو زده کړو او پوهنتونونو د فعالیتونو، لاسته راوړونو، کیفیت او د دغو بنسټونو په رول غږېدلي یو.
دغه راز په دې خپرونه کې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ په واټن بحث شوی دی.
د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو د بیا واکمنیدو او دې خورا مهمې دورې په درسونو او عبرتونو د پوهېدو لپاره د بیلابیلو قشرونو له کسانو سره ځانګړې مرکې کوو.
Views: 142