د جمهوریت شل کاله؛ د کندوز له پخواني والي عبدالجبار نعیمي سره مرکه

دسمبر 16, 2023

«د جمهوریت شل کاله» پاډکاسټ لړۍ کې نن د افغانستان د سیمه ییزې حکومتوالۍ په اړه له عبدالجبار نعیمي سره غږیدلي یو. عبدالجبار نعیمي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د څو مختلفو ولایتونو (میدان وردک، خوست، لغمان او کندوز) والي و.

دلته د ولایتي حکومتوالي د بحث ترڅنګ په لومړي ځل د ولسمشر په ټاکنه کې د خلکو په ګډون او احساساتو، افغان کډوالو او د پاکستان په رول او په ټوله کې په دې دورې کې د افغانستان په بریاوو، ستونزو او حل لارو غږېږو. دا هم راسره واورئ چې عبدالجبار نعیمي د جمهوري نظام د سقوط عوامل څه او څوک بولي؟ دا او د افغانستان د روان سفر نورې خواووې په دې لړۍ کې راسره واورئ.

د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو د بیا واکمنیدو او دې خورا مهمې دورې په درسونو او عبرتونو د پوهېدو لپاره د بیلابیلو قشرونو له کسانو سره ځانګړې مرکې کوو.

Views: 153