‏جلالتمآب، ښاغلی ولسمشر،

‏موږ ستاسو د ولسمشر زيلېنسکي سره خبرې اترې د وېرې او ناخوښۍ سره وکتلې. دا د سپکاوي وړ خبره ده چې تاسو له اوکراین څخه د امریکا مادي مرستې لپاره د مننې تمه لرئ، په داسې حال کې چې اوکراین د روسیې پر ضد جګړه کوي.

‏حقیقي مننه له هغو زړورو اوکرایني سرتېرو څخه په کار ده چې له ۱۱ کلونو راهیسې د ازادې نړۍ د ارزښتونو او خپلې خاورې د دفاع لپاره خپلې وینه تویوي، هغه خاوره چې د پوتین روسیې لخوا تر برید لاندې راغلې دی.

‏د آزادې نړۍ د سمبول هېواد مشر څنګه دا حقیقت نه شي درک کولای؟

‏د سپینې ماڼۍ فضا ستاسو د خبرو پر مهال موږ ته د کمونستي محاکمو او امنیتي ادارو د تحقیق صحنې راپه زړه کړې. هغه وخت، څارنوالانو موږ ته ویل چې ټول واک د دوی په لاس کې دی، او موږ هیڅ اختیار نه لرو.

‏هغوی زموږ ازادۍ راڅخه واخیستې ځکه چې موږ ورسره د همکارۍ یا د خپل ظلم لپاره د مننې کولو څخه انکار کړی و. موږ حیران یو چې ولسمشر زيلېنسکي هم په ورته ډول چلند سره مخ شو.

‏تاریخ ښيي چې کله امریکا له دیموکراتیکو ارزښتونو او خپلو اروپایي متحدینو څخه فاصله نیولې، نو بالاخره یې خپل ځان هم له خطر سره مخ کړی دی.

‏ولسمشر ويلسن دا حقیقت په ۱۹۱۷ کال کې درک کړ، کله چې امریکا د لومړۍ نړیوالې جګړې برخه شوه. ولسمشر روزویلټ په دې حقیقت د ۱۹۴۱ کال د پرل هاربر له برید وروسته وپوهېد—هغه درک کړه چې د امریکا دفاع یواځې د ارام سمندر او اروپا دواړو کې د جګړې له لارې ممکنه وه.

‏که د ولسمشر ریګن قوي دریځ او د امریکا مالي ملاتړ نه وای، د شوروي امپراتورۍ سقوط ممکن نه وو. ریګن شوروي اتحاد د «شر امپراتورۍ» وبلله او کلکه مقابله یې ورسره وکړه.

‏موږ بریالي شو او نن یې مجسمه په وارسا کې د امریکا سفارت ته مخامخ ولاړه ده.

‏ښاغلی ولسمشر، نظامي او مالي مرسته د اوکراین د خپلواکۍ او د اروپا او نړۍ د آزادۍ لپاره تویې شوې وینې سره نه شي پرتله کېدای.

‏د انساني ژوند ارزښت بې حسابه دی.

‏مننه هغو ته په کار ده چې خپله وینه او آزادي قرباني کوي—یو حقیقت چې موږ، د شوروي روسیې د کمونستي رژیم پخواني سیاسي بندیان، ورباندې ښه پوهیږو.

‏موږ له امریکا څخه غوښتنه کوو چې د ۱۹۹۴ کال بوداپېست تفاهمنامه عملي کړي، چې له مخې یې د اوکراین د سرحدونو د دفاع مستقیم مکلفیت پر غاړه لري، په بدل کې له اوکراین څخه د اټومي وسلو د پرېښودو ضمانت اخیستل شوی و.

‏دا ضمانتونه بې قید او شرطه دي—هیڅ ځای داسې نه دي ویل شوي چې دا مرسته باید یوازې د اقتصادي معاملې په توګه وکتل شي.

‏لاسلیک:

‏لیخ والېسا، پخوانی سیاسي بندي، د سولیداریتي غورځنګ مشر، د پولنډ ولسمشر

 

Views: 61