جلالتمآب، ښاغلی ولسمشر،
موږ ستاسو د ولسمشر زيلېنسکي سره خبرې اترې د وېرې او ناخوښۍ سره وکتلې. دا د سپکاوي وړ خبره ده چې تاسو له اوکراین څخه د امریکا مادي مرستې لپاره د مننې تمه لرئ، په داسې حال کې چې اوکراین د روسیې پر ضد جګړه کوي.
حقیقي مننه له هغو زړورو اوکرایني سرتېرو څخه په کار ده چې له ۱۱ کلونو راهیسې د ازادې نړۍ د ارزښتونو او خپلې خاورې د دفاع لپاره خپلې وینه تویوي، هغه خاوره چې د پوتین روسیې لخوا تر برید لاندې راغلې دی.
د آزادې نړۍ د سمبول هېواد مشر څنګه دا حقیقت نه شي درک کولای؟
د سپینې ماڼۍ فضا ستاسو د خبرو پر مهال موږ ته د کمونستي محاکمو او امنیتي ادارو د تحقیق صحنې راپه زړه کړې. هغه وخت، څارنوالانو موږ ته ویل چې ټول واک د دوی په لاس کې دی، او موږ هیڅ اختیار نه لرو.
هغوی زموږ ازادۍ راڅخه واخیستې ځکه چې موږ ورسره د همکارۍ یا د خپل ظلم لپاره د مننې کولو څخه انکار کړی و. موږ حیران یو چې ولسمشر زيلېنسکي هم په ورته ډول چلند سره مخ شو.
تاریخ ښيي چې کله امریکا له دیموکراتیکو ارزښتونو او خپلو اروپایي متحدینو څخه فاصله نیولې، نو بالاخره یې خپل ځان هم له خطر سره مخ کړی دی.
ولسمشر ويلسن دا حقیقت په ۱۹۱۷ کال کې درک کړ، کله چې امریکا د لومړۍ نړیوالې جګړې برخه شوه. ولسمشر روزویلټ په دې حقیقت د ۱۹۴۱ کال د پرل هاربر له برید وروسته وپوهېد—هغه درک کړه چې د امریکا دفاع یواځې د ارام سمندر او اروپا دواړو کې د جګړې له لارې ممکنه وه.
که د ولسمشر ریګن قوي دریځ او د امریکا مالي ملاتړ نه وای، د شوروي امپراتورۍ سقوط ممکن نه وو. ریګن شوروي اتحاد د «شر امپراتورۍ» وبلله او کلکه مقابله یې ورسره وکړه.
موږ بریالي شو او نن یې مجسمه په وارسا کې د امریکا سفارت ته مخامخ ولاړه ده.
ښاغلی ولسمشر، نظامي او مالي مرسته د اوکراین د خپلواکۍ او د اروپا او نړۍ د آزادۍ لپاره تویې شوې وینې سره نه شي پرتله کېدای.
د انساني ژوند ارزښت بې حسابه دی.
مننه هغو ته په کار ده چې خپله وینه او آزادي قرباني کوي—یو حقیقت چې موږ، د شوروي روسیې د کمونستي رژیم پخواني سیاسي بندیان، ورباندې ښه پوهیږو.
موږ له امریکا څخه غوښتنه کوو چې د ۱۹۹۴ کال بوداپېست تفاهمنامه عملي کړي، چې له مخې یې د اوکراین د سرحدونو د دفاع مستقیم مکلفیت پر غاړه لري، په بدل کې له اوکراین څخه د اټومي وسلو د پرېښودو ضمانت اخیستل شوی و.
دا ضمانتونه بې قید او شرطه دي—هیڅ ځای داسې نه دي ویل شوي چې دا مرسته باید یوازې د اقتصادي معاملې په توګه وکتل شي.
لاسلیک:
لیخ والېسا، پخوانی سیاسي بندي، د سولیداریتي غورځنګ مشر، د پولنډ ولسمشر
Views: 61