د انګلیستان د کرکټ بورډ رییس د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې له افغانستان سره د لوبې لغوه کولو غوښتنې رد کړې دي. په دې وروستیو کې د انګلیستان د پارلمان غړو په ګډون څه باندې ۱۶۰ سیاستوالو د دغه هېواد له کرکټ بورډه غوښتي چې د کرکټ اتلانو جام (چمپینز ټرافي) لوبو کې په افغانستان نور
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان په شلاوریزو لوبو کې د ۶۳۳ لوبغاړو په سوځولو د نړۍ په کچه لومړی توپاچوونکی شو. راشدخان پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د خدای شکر ادا کوي چې په کرکټ کې یې یوه بله کارنامه هم ثبت کړه. هغه زیاته کړې: «موږ چې هر څه يو، د وطن نور
د افغانستان د فوټبال ملي لوبدلې پخواني لوبغاړي عمران حیدري د لیتوانیا هېواد د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د سوډووا په لوبډله کې د لوبېدو تړون لاسلیک کړی دی. د راپورونو له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عمران حیدري د لیتوانیا له سوډووا کلب لوبډلې سره د دغه هېواد په نور
د سوکوهنې افغان لوبغاړی زکریا زماني د خپل روسي سیال پر وړاندې لوبه کوي. هغه نن (چهارشنبه) پر فېسبوکپاڼه لیکلي چې په دې سیالۍ کې د سوکوهنې برخه کې د روسیې په کچه له درېیم او د نړۍ په کچه له ۶۳م مخکښ لوبغاړي سره لوبه کوي چې ۱۰ لوبې یې کټلې دي. هغه زیاته کړې چې نور
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو. د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرکټ نور
د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۴ کال شلاوریزو لوبو غوره لوبډلې یوولسکسیز نوملړ اعلان کړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشدخان هم په کې شامل دی. د کرکټ نړۍوالې شورا نن د ۲۰۲۴ کال شلاوریزو لوبو د غوره لوبډلې یوولسکسیز نوملړ اعلان کړ چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان ته نور
د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د پنځوساووریزو لوبو د غوره ټیم ۱۱ کسیز نوملړ اعلان کړی چې د کرکټ درې افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي. د کرکټ نړۍوالې شورا دغه نوملړ نن (جمعه)(خپور کړی دی. د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري د پنځوس اووریزو لوبو د غوره ټیم ۱۱ کسیز نوملړ کې نور
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، له ۱۷ کلونو د کمعمره فوټبال لوبډلو د اسیا جام سیالیو لپاره پچهاچونه ترسره شوه چې افغان لوبډله به له یمن، سويلي کوریا او اندونیزیا سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، له ۱۷ کالونو د کمعمره فوټبال لوبډلو د نور
نن شپه د اسپانیا سوپر جام پایلوبه کې بارسلونا او ریال مادرید له یو بل سره مخ کېږي. دا دوه لوبډلې د سعودي په جده ښار کې د اسپانیا سوپر جام پایلوبه کې د درېیم پرلهپسې کال لپاره خپله ۲۵۹ الکلاسیکوی ترسره کوي. بارسلونا د اتلتیک نیمه پایلوبو کې بيلبایو ته ماته ورکړه او د نور
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یونس خان یې په چمپینز ټرافي سیالیو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکی په توګه ټاکلی دی. ټاکل شوې چې چمپینز ټرافي (د اتلانو جام) سیالۍ د راتلونکې فبرورۍ په ۱۹مه په پاکستان کې پیل شي. د افغانستان نور