د افغانستان د فوټبال ملي لوبدلې پخواني لوبغاړي عمران حیدري د لیتوانیا هېواد د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د سوډووا په لوبډله کې د لوبېدو تړون لاسلیک کړی دی.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عمران حیدري د لیتوانیا له سوډووا کلب لوبډلې سره د دغه هېواد په غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدو تړون لاسلیک کړې دی.

همدارنګه د لیتوانیا هېواد د سوډووا کلب لوبډلې هم د لوبغاړو نوملړ ورکړې چې په کې د عمران حیدري نوم راغلی دی.

دغهإراز یاد افغان لوبغاړی له دې مخکې هم د ګرجستان هېواد د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې لوبېدلی دی.

Views: 5