د ناروې د کډوالو شورا وایي، د مرستو کمښت به افغانستان کې بشردوستانه خدمات محدود او میلیونونه خلک زیانمن کړي خو دغه شورا له بېځایه شوو ښځو، نارینهوو او ماشومانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې پاتې کېږي. د ناروې د کډوالو شورا (NRC) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د مرستو پراخ نور
د افغانستان کرکټ بورډ د نیپال پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ او د نولس کلنو نړۍوال جام غوراوي سیالیو لپاره د نولس کلنې لوبډلې نوملړ اعلان کړ. د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې د نیپال پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ او د نور
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د امریکا متحده ایالتونو د مرستو په درېدو سره ممکن د ورځې په نړۍ کې څه باندې دوه زره د ایډز نوې پېښې ثبت شي. د رویټرز اژانس راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ایډز اژانس (UNAIDS) پرون (دوشنبه) ویلي چې که د امریکا بندې شوې بودجې ته بدیل پیدا نور
د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري انګلستان کې د تکواندو په نړۍوالو سیالیو کې د خپلو څلورو سیالانو په ماتولو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی. د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د تکواندو «G1» سیالۍ تېره ورځ د انګلستان په منچسټر ښار کې ترسره شوې چې د نور
ټاکل شوې د هند کرکټ غورهليګ (ایپياېل) شل اووریزې سوداګریزې سیالۍ د اوو افغان لوبغاړو په ګډون نن پیل شي. د ۲۰۲۵ کال د هند د کرکټ غورهلیګ (IPL) سیالیو اتلسم پړاو نن د لسو لوبډلو ترمنځ پیلېږي چې لومړۍ لوبه یې ماښام شپږنیمې بجې د کلکتې او بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي. په دغو نور
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې په نړۍ کې د کډوالۍ پر لارو نږدې نهه زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د دغه سازمان له خوا راټول شوي معلومات ښیي چې د تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې نور
د تورخم دروازه نن سهار د تګ راتګ په موخه پرانیستل شوه خو مسوولین وايي چې د ګڼې ګوڼې له امله به یوازې بېړنیو ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي. چارواکي وايي، تر دوو ورځو وروسته پر دروازه تګ راتګ عادي کېږي او هر څوک تللی راتللی شي. د ننګرهار ولایت د امنیه نور
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تابعیت کارټ لرونکو او بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو په وروستي ضربالاجل کې بدلون نه دی راغلی. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د نور
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، تورخم کې پاکستان اړخ ته د پلټنې د ځینو وسایلو بیارغونې چارې نه دي بشپړې شوې، نو ځکه به لاره هم نن د ناروغانو او مسافرو پر مخ نه پرانیستل کېږي. مسوولین وايي، خلک دې د دوی تر بلې خبرتیا تورخم ته له ورتګ څخه ډډه وکړي. د ننګرهار نور
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بنديانو په چارو کې د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بوايلر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ګډون د امریکا متحده ایالتونو یو پلاوی کابل ته راغلی دی. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي نور