په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د را ایستلو په دویمه څپه کې تر اوسه د ګوتو په شمېر کورنۍ هېواد ته راکډه شوې، ننګرهار کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولین وايي چې بشپړ چمتووالی لري او هڅه کوي د تېر ځل په څېر ورته ښه خدمات وړاندې کړي. نور
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له اروپايي شرکتونو غوښتي چې په متحده ایالاتو کې د خپلو پانګونو پلانونه وځنډوي. رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې د فرانسې ولسمشر پرون د پنجشنبې په ورځ له اروپايي شرکتونو غوښتي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د خپلې پانګونې پروګرامونه وځنډوي. د راپور له مخې، دا غوښتنه وروسته نور
د راپورونو له مخې، میانمار کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څه باندې ۳۰۰۰ کسانو ته رسېدلې او زرګونه کسان په داسې حال کې ټپيان او لادرکه دي چې د هوا د سختو شرایطو او بارانونو له امله ښايي د ژغورنې هڅې لا پېچلې او د ناروغیو د خپرېدو خطر هم ډېر شي. رویترز راپور نور
د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه لوبه چې نن په نیپال کې ترسره شوه پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د نیپال پر وړاندې د توپوهنې نور
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله سبا (جمعه) د اسیا ملتونو جام سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د یمن د فوټبال له ملي لوبډلې سره ترسره کوي. دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې ۹:۳۰ بجې د سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي. د یادونې ده چې د افغانستان نور
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه امریکا ته پر صادرېدونکو توکو له لس تر ۵۰ سلنه تعرفې ولګولې. د بيبيسي د راپور له مخې، ټرمپ تېره شپه ویلي چې امریکا ته پر ټولو واردېدونکو موټرونو ۲۵ سلنه تعرفه وضع کېږي او تر راتلونکو نور
د هند د ګجرات ایالت، دیسا ښار کې د اورلوبې د محصولاتو په یوه کارخونه کې د چاودنې او ورپسې اورلګېدنې له امله، د اوو ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي. د انډين اېکسپرس د راپور له مخې، دغه چاودنه تېره ورځ رامنځته شوې ده. راپور کې راغلي چې د یادې نور
د راپورونو پر بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا د روغتیايي بنسټونو د لس زره کارکوونکو د ګوښه کولو بهیر پیل کړی دی. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا دغه شمېر روغتیايي کارکوونکو د ایستلو لړۍ پرون پیل شوې ده. د راپور له مخې، ځینې کارکوونکي د ایستلو د خبرتیا له ترلاسه کولو نور
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعلان کړی چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سولې پلان په اوسنۍ بڼه د منلو وړ نه دی. د ګارډین ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف ویلي چې دوی د امریکا نور
د راپورونو له مخې، پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو او له دغه هېواده د هغوی د ایستلو لړۍ د کوچني اختر په مناسبت تر لسو نورو ورځو ځنډول شوې ده، خو پاکستانۍ رسنیو ويلي چې دغو کډوال ته ورکړل شوی ضربالاجل پای رسېدلی او پولیسو په دې برخه کې اقدامات پیل کړي دي. په نور