د قطر پر پلازمېنه دوحه له برید یوه ورځ وروسته اسرائیلي الوتکو د یمن پلازمېنه صنعا ښار او د دغه هېواد الجوف ولایت بمبار کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵کسان وژل شوي او څه باندې ۱۳۰ نور ټپیان دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، اسرائیل تېره ورځ (چهارشنبه) پر یمن سخت هوايي نور
د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس چارلي کرک د امریکا د یوتا سیمې په یوه پوهنتون کې د غونډې پر مهال په ډزو ویشتل شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده. کرک په بېلابېلو پوهنتونونو کې په عام محضر کې په بحثونو او مناظرو مشهور و او میلیونونه څارونکي نور
د ماشومانو ژغورنې سازمان ویلي، اټکل کېږي چې د افغانستان په ختیځو زلزلهځپلو سیمو کې له پنځو کلونو کمعمره شاوخوا ۳۷ زره ماشومان او لس زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وي او د روغتیايي مرکزونو زیانمنېدو دا وضعیت لا خراب کړی دی. تېره اونۍ د دوشنبې په شپه په نور
پر قطر د اسرائیلو برید په براخه کچه غندل شوی، د ملګرو ملتونو امنیت شوار په دې اړه بېړنۍ ناسته کوي او د امریکا ولسمشر پر دغه برید خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې قطر د امريکا پياوړی ملګری دی. د راپورونو له مخې، اسراییلو تېره ورځ مازدیګر مهال په دوحه کې د حماس نور
بغلان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د خوست او جلګې ولسوالیو ترمنځ پر لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ژوند بایللی او ۷ نور ټپیان شوي دي. د بغلان امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه پېښه نن (چهارشنبه) سهار د دغه ولایت د خوست او نور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وایي چې ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړۍوالې ټولنې د نږدې ۱۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) نن پر خپله فیسبوکپاڼه نور
ایران او د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس د مصر په کوربهتوب په یوه درې اړخیزه ناسته کې د ایران د اټومي تاسیساتو د څار او پلټنې بهیر د بیا پيل په اړه یوې نوې هوکړې ته رسېدلي دي. دغه هوکړه د قاهرې په درې اړخیزه ناسته کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس نور
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، ایران، اردن، کویټ، متحده عربي امارتو او عمان پر قطر د اسرائیلو برید غندلی دی. نن مازدیګر مهال د قطر پلازمېنه دوحه کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي د حماس لوړ پوړي مشران یې په نښه کړي دي. اسرائیل د برید د ځای په اړه څه نه دي ویلي. د قطر د بهرنيو چارو د وزارت ویاند، ډاکټر ماجد الانصاري هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې وایي چې برید پر یوه استوګنځي شوی هلته چې د حماس د سیاسي دفتر یو شمېر غړي د قطر پلازمینې، دوحې کې استوګن دي. بيبيسي لیکلي چې په دوحه کې د حماس نور
د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د دغه هېواد له ۲۳ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن د میانمار پر وړاندې لوبه ترسره کوي. دغه لوبه نن د افغانستان پر مهال وروسته له غرمې ۰۰: ۲ بجې د میانمار په کوربهتوب ترسره کېږي. یاد فدراسیون پر نور
کرملين اعلان کړی چې د برېکس غړو هېوادونو مشرانو د سوداګرۍ په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاليسیو او نړۍوال اقتصاد پر اوسني وضعیت د بحث لپاره ځانګړې انلاین ناسته جوړه کړې ده. د روسیې سپوټنیک اژانس د کرملین د بیانیې په حواله راپور ورکړی چې دا ناسته پرون (دوشنبه) د برازیل د ولسمشر نور