د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې جګړې، اقلیمي پېښې او د نړۍوالو مرستو کمېدل د نړۍ یو شمېر تر ټولو اړمن خلک له سختې لوږې سره مخ کړي؛ هغه ناورین چې په افغانستان کې هم څرګند دی، چېرې چې د مرستو ترلاسهکوونکو شمېر له لس میلیونه شاوخوا یونیم میلیون ته راټیټ کړای شوی دی. نور
د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن افغانستان خپله دویمه لوبه له بنګلهدېش سره کوي. د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاوريزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه پهکې لري. د افغانستان او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ لوبه به نن ماښام نور
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر سره وګوري. د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون نن د سرچینو له قوله په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د سپټمبر په ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي نور
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) به د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې شي. په بیانیه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره نور
د قطر لومړي وزیر په داسې حال کې له نړۍوالې ټولنې اسرائیلو ته «د ټولو کړو جرمونو سزا» د ورکړې غوښتنه کړې چې نن د عربي او اسلامي نړۍ بېړنۍ سرمشریزه د ایران او ترکیې د مشرانو په ګډون جوړېږي. ټاکل شوې د عربي او اسلامي نړۍ بېړنۍ سرمشریزه چې د قطر په نوښت په نور
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې له وسلهوالو سره په نښتو کې ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو دفتر له قوله لیکلي چې د خیبر پښتونخوا په دوو سیمو کې له وسلهوالو سره په نښتو کې ۱۲ نور
د راپورونو له مخې، کانګو کې د دوو مسافروړونکو کښتیو چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۹۳ کسان مړه او لسګونه نور نادرک شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې یادې پېښې د تېره اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو کې له یو بل څخه په شاوخوا ۱۵۰ کیلومتري واټن کې شوې دي. په راپور نور
ټاکل شوې د قطر لومړی وزیر پر دغه هېواد د اسرائیلو د برید او په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د خبرو اترو د وضعیت په اړه نن له امریکايي چارواکو سره وګوري. د رویټرز د راپور له مخې، تمه ده د قطر لومړی وزیر به د جمعې په ورځ پر دغه هېواد د اسرائیل نور
تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې لسزره افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پرون (پنجشنې) له ایران او پاکستان څخه د هېواد د بېلابېلو بندرونو له لارې ۱۶۸۷ کورنۍ چې څه باندې لسزره کسان کېږي، په نور
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی، د هغو کورنیو د ژوند ژغورنې ملاتړ زیاتوالي لپاره بېړنۍ بودجې ته اړتیا ده چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله بېکوره شوي دي. د رویټرز په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د پنجشنبې په ورځ نور