د خوړو نړېوال پروګرام (ډبلیو اېفپي) وايي، افغانستان له سوډان وروسته د نړۍ دويم هېواد دی چې ډېر (څه باندې شپږ میلیونه) وګړي یې له بېړنۍ لوږې سره مخ دي. ډبلیو اېفپي نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې سوډان، افغانستان، کانګو، سوېلي سوډان، بنګلهدېش، پاکستان، سومالیا، هاتي، کینیا او نایجریا هغه هېوادونه دي ډېر وګړي یې له بېړنۍ نور
د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت «د افغانانو د لنډمهالې اوسېدنې پروګرام» ۱۸ میاشتې نور غځولی دی. د امریکا د کورني امنیت وزیر الیهندرو مایورکس ویلي، دغه پروګرام د هغو افغانانو لپاره چې خپل هېواد ته نه شي ستنېدلی، د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې نور
د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، سوله په کلي، سیمه او نړۍ کې تر برید لاندې ده او رښتینې سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې د نړۍ د ټولو وګړو انساني حقونه پر ځای شي د سپټمبر ۲۱مه د سولې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. انټونیو ګوټرېش د همدې ورځې په مناسبت د اتریش پلازمېنه نور
د کرکټ دنړېوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشد خان د شل اووریزو سیالیو په توپ اچونه کې لومړی مقام خپل کړی، مجیب او محمد نبي هم په لسو غوره لوبغاړو کې راغلي دي. د کرکټ نړېواله شورا د وږي په ۳۰مه، د ټسټ کرکټ، یو ورځنیو او شل اووریزو نړېوالې درجه بندې اعلان نور
د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړي بکتاش سیاوش ویلي چې پلار یې په جرمني کې په مرموز ډول وژل شوی دی. د هېواد وتلی ژورنالیست، محقق، شاعر او لیکوال محمد داوود سیاووش چې د افغانستان د لیکوالانو د ټولنې غړی هم و، له څه مودې راهیسې په جرمني کې ژوند کاوه. د هغه نور
د کاناډا د کډوالۍ چارو اداره وایي، ۲۱۸ نور افغان کډوال يې دغه هېواد ته لېږدولي دي. د کاناډا د کډوالۍ چارو ادارې (IRCC) تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د کاناډا هالیفاکس ښار ته لېږدول شوي. سرچینې دا نه دي ویلي چې یاد افغان کډوال یې له کوم ځایه نور
اروپايي ټولنې له افغانستان او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیونه یورو مرستو خبر ورکړی دی. له افغانستان سره د اروپايي ټولنې بشري مرستې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشتې کې وروسته له هغې وځنډول شوې، چې سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو نور
د اسیايي پراختیا بانک له افغانستان سره د څلور سوه میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه، چې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا به لګول کېږي. دغه بانک د وږي په ۲۹مه، د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تازه مرسته د زیانمتنو افغانانو د لاسنیوي او په ځانګړې توګه ښځو او نجونو نور
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او په یوه ټولشموله اداره د دغه هېواد د سرپرست حکومت پر بدلولو د ټینګار ترڅنګ، په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۸مه غونډه نن د نور
د ملګرو ملتونو اته اویایمه کلنۍ عمومي غونډه په داسې حال کې پیل شوه، چې د افغانستان استازی په کې ګډون نه کوي، خو سرپرست حکومت هیله څرګنده کړې چې پر افغانستان هم خبرې وشي. دغه کلنۍ غونډه د امریکا په نیویارک ښار کې په داسې حال کې پیل شوه، چې د نړۍ د لسګونو نور