د کرکټ دنړېوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشد خان د شل اووریزو سیالیو په توپ اچونه کې لومړی مقام خپل کړی، مجیب او محمد نبي هم په لسو غوره لوبغاړو کې راغلي دي.

د کرکټ نړېواله شورا د وږي په ۳۰مه، د ټسټ کرکټ، یو ورځنیو او شل اووریزو نړېوالې درجه بندې اعلان کړې.

په ټسټ سیالیو کې د نیوزیلینډ ویلمیسین په توپوهونکو کې لومړی، د هندوستان اشوېن په توپ اچوونکو لومړی او د هند جدیجا په الراونډرانو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د یو ورځنیو سیالیو کې په توپ وهنه کې د پاکستان بابر اعظم لومړی، په توپ اچوونه کې د هند محمد سراج لومړی او په الراونډرانو کې د بنګله دېش شکېب الحسن لومړی مقام ګټلی دی.

د افغانستان مجیب رحمن بیا په توپ اچوونه کې څلورم، راشد خان پنځم او محمد نبي دولسم ځای خپل کړی دی.

د شل اووریزو سیالیو په توپوهنه کې سورایا کومار یادف لومړی، په توپ اچونه کې د افغانستان راشد خان لومړی او په الراونډرانو کې د بنګله دېش شکیب الحسن لومړی مقام خپل کړی دی.

دغه راز د افغانستان محمد نبي بیا په الراونډرانو کې درېیم مقام خپل کړی دی.

 

Views: 389