قطر اعلان کړی دی چې د اسراییل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند دوو نورو ورځو ته هم غځیدلی دی. ددواړو ډلو ترمنځ تر ۴۸ ورځو خونړۍ جګړې وروسته د لیندۍ په څلورمه څلور ورځنۍ اوربند پیل شوی و. دغه اوربند چې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب له څو ورځو خبرو اترو وروسته نور
د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د جي آی زیډ مرستندویه موسسې څلور کارکوونکي نیول شوي دي. د جرمني د اقتصاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۶مه) ویلي، دوی د نړۍوالې همکارۍ لپاره د جرمني موسسې یا “GIZ” د څلورو تنو نیول کېدل تاییدوي. نور
د کرکټ لس اووریزې سیالۍ د ۱۳ افغان لوبغاړو په ګډون نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي. د معلوماتو له مخې د کرکټ لس اووریزې سیالیو اووم پړاو نن د نوامبر په ۲۸مه په اماراتو کې پیلېږي او د ډسمبر میاشتې تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي. د کرکټ دغو سوداګریزو سیالیو ته نور
د راپورونو له مخې، دامریکا په ورمانټ ایالت کې په یوه وسله وال برید کې درې تنه فلسطينیان ټپیان شوي دي. دا پېښه پرون د ورمانټ ایالت د برلینګټن په ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې درې تنه فلسطیني الاصله امریکایان د شکرانې په دودیزو مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو. پولیسو ویلي چې نور
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د کراچۍ له بندره د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو درې زره بند پاتې کانټینرونو ته د ترانزیټ اجازه ورکړل شوه او د لېږد بهیر یې پيل شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کانټینرونه د پاکستان د نوې ترانزیتي تګلارې په پایله کې نور
د رسنیو د راپور پر اساس، په تېرو دوو ورځو کې د هند ګجرات ایالت کې د تندر لوېدو له امله ۲۴ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. په تېرو دتندر لوېدووو ورځو کې د هند ګجرات ایالت کې له تالندې او برېښنا ترڅنګ سخت بارانونه وو چې د دغه ایالت په کچه نور
افغان سوکوهونکي محمدذکریا زماني په یوه سیالۍ کې خپل ټایلنډي سیال بانپورت کاهویام ته ماتې ورکړه. یاده سیالي نن د ټایلنډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه. افغان سوکوهونکي محمدذکریا زماني په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي: «څنګه چې تاسو په جریان کې وای، نن مې لوبه ترسره کړه او خپل ډېر قوي سیال نور
د امریکا او کاناډا ترمنځ په سرحدي دروازه کې په یوه موټر کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او پوله تړل شوې ده. امریکايي چارواکي وایي، دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ په لومړۍ نېټه) له غرمې وروسته د امریکا او کاناډا ترمنځ د نیویارک ایالت اړونده نیاګرا فالز (ابشار) ته نور
د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي، د دغه هېواد سترې محکمې منلې چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر پرېکړه غور کوي. د پاکستان لنډمهال حکومت له خوا د افغان کډوالو جبري ایستنې له پرېکړې وروسته د دغه هېواد ځينو سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو چې فرحتالله بابر، محسن داوړ، نور
د سعودي او مصر په ګډون د پنځو اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو چین ته د سفر پر مهال له دغه هېواده د غزې جګړې درولو کې مرسته غوښتې ده. د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان، مصر، اردن، فلسطین او اندونیزیا بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) بجینګ ته د نور