افغان سوک‌وهونکي محمدذکریا زماني په یوه سیالۍ کې خپل ټایلنډي سیال بانپورت کاهویام ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي نن د ټایلنډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه.

افغان سوک‌وهونکي محمدذکریا زماني په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي: «څنګه چې تاسو په جریان کې وای، نن مې لوبه ترسره کړه او خپل ډېر قوي سیال مې په درېیم رونډ کې ناک اوټ کړ او ماتې مې ورکړه.»

دغه راز، د ازادو سیالیو یوه افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي هم نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ټایلنډي سیال پر وړاندې د محمدذکریا زماني بریا دې د افغانستان ټولو خلکو ته مبارک وي.

د یادونې ده، افغان سوک‌وهونکي زماني له دې مخکې اووه سیالۍ ترسره کړې چې پنځه یې ګټلې او دوه یې بیا بایللې دي.

Views: 19