د نیمروز چارواکي وایي، ۱۹ افغان وګړي چې غوښتل یې د ناقانونه لارو ایران ته ولاړ شي، د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ اړوند مارګو دښته کې د موټر تر خرابېدو وروسته نادرکه شوي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات روان دي.
د نیمروز د والي ویاند مولوي عبدالمتوکل توحیدي پژواک ته وویل، ۲۰ هېوادوال څو ورځې مخکې د ناقانونه کډوالۍ په موخه د ایران پر لور روان وو، خو د هغوی موټر په مارګو دښته کې له تخنیکي ستونزې سره مخ شو.
د هغه په وینا، موټرچلوونکی له یوه مسافر سره د اوبو، مرستې او د موټر د ترمیم لپاره د وسایلو د موندلو په موخه له سیمې ووت، خو د سختې دوړې او توپان له امله نور مسافر ونه توانېدل په خپل ځای پاتې شي او د ځان ژغورنې لپاره بېلابېلو لورو ته وخوځېدل او تیت شول.
توحیدي وویل: «موټرچلوونکي له یوه مسافر سره ویلي وو چې نږدې یو کلی شته؛ موږ ځو اوبه او د موټر د ترمیم وسیله راوړو. په هغه ورځ دوړه ډېره سخته وه او مسافرو نور د پاتې کېدو توان نه درلود، نو هر یو د ځان ژغورنې لپاره شاوخوا کلیو ته وخوځېد. کله چې دغه دوه کسان بېرته راستانه شول، هېڅ یو مسافر یې پیدا نه کړ.»
هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو موټر تر دې مخکې هم دوه ځله په لاره کې خراب شوی و. د نوموړي په وینا، موټرچلوونکي او ملګري یې له کلي څخه تر راستنېدو وروسته موټر ترمیم کړ، خو د توپان د شدت له امله یې لار ورکه کړه او په شګو کې بند پاتې شول.
په پای کې له دغو دوو کسانو څخه یو وتوانېد ځان زرنج ښار ته ورسوي او موضوع د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ ته خبر کړي.
د نیمروز د والي ویاند وویل، دا پېښه څلور ورځې مخکې رامنځته شوې او له راپور ترلاسه کولو وروسته پولیسو او استخباراتي ځواکونو پراخ د لټون عملیات پیل کړي دي.
هغه وویل: «د ژغورنې عملیات په بېلابېلو طریقو دوام لري. چورلکې هم د نادرکه شوو کسانو د لټون لپاره نیمروز ته راغلې دي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې. د پولیسو او ټولو امنیتي ځواکونو هڅې د دغو کسانو د موندلو لپاره لا هم روانې دي.»
توحیدي د دې پېښې په اړه د بيبيسي خپور شوی راپور ناسم وباله او ویې ویل: «د موضوع اصل سم دی، خو لکه څنګه چې بيبيسي خپره کړې، هغسې نه ده. هغه پنځه جسدونه چې موندل شوي، د دغو ۱۹ نادرکه شوو کسانو نه دي، بلکې د نورو کسانو دي. دغه ۱۹ کسان لا هم نادرکه دي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات دوام لري. د دغو پنځو کسانو جسدونه هم د چورلکو له خوا موندل شوي دي.»
د هغه په وینا، پنځه موندل شوي جسدونه ټول نارینه او د بلخ ولایت اوسېدونکي وو. دغه راز، ۱۹ نادرکه شوي کسان هم ټول نارینه دي او په منځ کې یې هېڅ ښځه نشته.
Views: 5





