د ډونالډ ټرمپ حکومت نوي مقررات تصویب کړي چې له مخې یې په متحده ایالتونو کې د بهرنیو محصلانو، د کلتوري تبادلې پروګرامونو د ګډونوالو او بهرنیو خبریالانو د استوګنې موده محدودېږي.

 

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د وروستیو مقرراتو له مخې، د بهرنیو محصلانو لپاره د F ویزې او د کلتوري تبادلې پروګرامونو د ګډونوالو لپاره د J ویزې لرونکو ته به په ډېری مواردو کې تر څلورو کلونو پورې د استوګنې اجازه ورکول کېږي. همدارنګه، د I ویزې لرونکي بهرني خبریالان به په عادي ډول یوازې د ۲۴۰ ورځو لپاره د استوګنې اجازه ولري.

 

رویټرز لیکلي چې د نوو مقرراتو له مخې، د چیني خبریالانو د استوګنې موده ۹۰ ورځو ته محدوده شوې؛ خو د دغو ویزو لرونکي کولای شي د خپلې استوګنې مودې له پای ته رسېدو مخکې د تمدید غوښتنه وکړي. دغه محدودیت د هانګ کانګ او مکاو خبریالان نه رانغاړي.

 

د راپور له مخې، تر دې مخکې بهرني محصلان، د کلتوري تبادلې پروګرامونو ګډونوال او بهرني خبریالان د «د وضعیت د اعتبار مودې» (Duration of Status) په نوم نظام له مخې، تر هغه چې د خپلې ویزې شرایط یې ساتل، له ټاکلې نېټې پرته په امریکا کې پاتې کېدای شول.

 

د راپور پر بنسټ، د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د دغو کسانو لپاره د استوګنې د ثابتې مودې ټاکل به پر ویزه لرونکو څارنه ډېره کړي او د کډوالۍ له نظام څخه د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې مخه به ونیسي.

 

د دغو مقرراتو له مخې، هغه کسان چې د خپلو زده‌کړو د بشپړولو یا د خپلې دندې د دوام لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري، باید د امریکا له دننه د خپلې استوګنې د وضعیت د غځولو غوښتنه وکړي.

 

رویټرز زیاته کړې چې دغه بدلون په ځانګړي ډول د دوکتورا پر محصلانو او هغو کسانو اغېز کولای شي چې له فراغت وروسته د اختیاري عملي روزنې (OPT) پروګرام له لارې په امریکا کې کار کوي؛ ځکه هغوی هم ښايي د خپلې استوګنې د دوام لپاره د تمدید غوښتنه وکړي.

 

په راپور کې راغلي چې د لوړو زده‌کړو یو شمېر بنسټونو او د مطبوعاتو د ازادۍ ملاتړو ډلو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی. د منتقدانو په وینا، نوي محدودیتونه ښايي د نړیوالو محصلانو د جذب بهیر ستونزمن او په متحده ایالاتو کې د بهرنیو خبریالانو فعالیت له لا ډېرو خنډونو سره مخ کړي.

 

دغه مقررات به د امریکا په فدرالي رسمي جریده کې له خپرېدو ۶۰ ورځې وروسته نافذ شي.

Views: 3