د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي «یوناما» راپور ته په اشارې ویلي چې د جون په ۲۹مه د افغانستان پر درېیو ولایتونو د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، شهیدان شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
دغه سازمان پرون، چهارشنبه، د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونو د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنې راپارولې دي.
د بشري حقونو څار سازمان زیاته کړې چې د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستان په بریدونو کې تر ۷۵۰ ډېر افغان ملکي وګړي شهیدان یا ټپیان شوي چې ډېره برخه یې د افغانستان په ختیځو او جنوبي سیمو کې د هوايي بریدونو له امله ده.
دغه سازمان د جګړې له قوانینو څخه د احتمالي سرغړونو په اړه د بېطرفه څېړنو غوښتنه کړې ده.
د دې سازمان د راپور پر بنسټ، د پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونو او توپچي ډزو د ۱۹ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل هم شوی دی.
د بشري حقونو څار سازمان د راپور په یوه برخه کې ټینګار کړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، د جګړې ټولې ښکېلې غاړې مکلفې دي چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي او هغوی ته د زیان رسېدو د مخنیوي لپاره ټول اړین تدابیر ونیسي.
Views: 7





