د راپورونو له مخې، د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

 

رویټرز راپور ورکړی چې د روسیې په بریدونو کې د اوکراین په څو سیمو، د ډنیپروپېتروفسک، خارکیف او زاپوریژیا په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

 

د اوکراین چارواکو ويلي، په دغو بریدونو کې توغندي، هدایت کېدونکي راکټونه او بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې او د استوګنې ودانیو او ملکي تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.

 

بلخوا، روسي چارواکو ویلي چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د روسیې په سرحدي سیمو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. د هغوی په وینا، د روسیې هوايي دفاعي سیسټمونو لسګونه اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې او له منځه وړې، خو ځینې یې خپلو هدفونو ته رسېدلې دي.

 

د راپور له مخې، دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د دواړو لورو ترمنځ سختې جګړې دوام لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

Views: 1