د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي «یوناما» د مشرې په توګه ټاکلې ده.

 

ملګرو ملتونو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې رباب فاطمه به د روزا اوتونبایوا ځایناستې وي؛ سرمنشي د اوتونبایوا د خدمتونو ستاینه کړې ده.

 

د خبرپاڼې له مخې، د بنګله‌دېش اوسېدونکې فاطمه په ملي او نړیوالو ملکي خدمتونو کې له ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري، چې دوه‌اړخیزه او څواړخیزه ډیپلوماسي، پالیسي جوړونه، ملاتړ، پلان‌جوړونه او د پروګرامونو عملي کول پکې شامل دي.

 

هغې له ملګرو ملتونو پورې اړوندو ادارو سره د همکارۍ اوږده مخینه هم لري.

 

د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې پر بنسټ، هغه لومړنۍ ښځه ده چې د دغه سازمان د سولې جوړونې کمېسیون مشره ټاکل شوې او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷مې غونډې د مرستیالې په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.

 

ملګرو ملتونو ویلي چې نوموړې دا مهال د لږ پرمختللو هېوادونو، وچې پورې تړلو مخ پر ودې هېوادونو او کوچنیو ټاپووزمو مخ پر ودې هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او عالي استازې په توګه دنده ترسره کوي.

 

د نوې استازې ټاکنه داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۵مه، د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

Views: 6