د کټمنډو یوې ناحیوي محکمې د نیپال دوه پخواني وزیران او ۱۴ نور کسان په دې تور تر څلورو کلونو بند محکوم کړي چې د نیپالي وګړو لپاره یې جعلي اسناد جوړ کړي وو، څو هغوی د بوتان د کډوالو په توګه معرفي او په امریکا کې مېشت شي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د محکمې د هغې پرېکړې له مخې چې د سېشنبې په ورځ صادره او د چهارشنبې په ورځ اعلان شوه، د نیپال پخوانی مرستیال لومړی وزیر او د انرژۍ پخوانی وزیر توپ بهادر رایاماجي، د دولت پر ضد د جرمونو، درغلۍ او په سازمانیافته جرمونو کې د ګډون په تور په څلور کاله بند محکوم شوی دی.
د راپور له مخې، د نیپال پخوانی د کورنیو چارو وزیر بال کرشنا خند هم په دې قضیه کې د همکارۍ په تور په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د دواړو پخوانیو چارواکو وکیلانو ویلي، موکلان یې بېګناه دي او د محکمې د پرېکړې پر ضد به د استیناف غوښتنه وکړي.
محکمې ۱۴ نور کسان هم، چې د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د بوتاني کډوالو یو پخوانی مشر پکې شامل دي، تر څلورو کلونو بند محکوم کړي دي.
رویټرز لیکلي چې دې قضیې داسې مهال یو ځل بیا پام ځان ته اړولی چې د نیپال نوي حکومت، د پخواني ښاروال او ۳۶ کلن سیاستوال بالندرا شاه په مشرۍ، د تېرو حکومتونو پر مهال له فساد سره مبارزه د خپلو لومړیتوبونو له ډلې بللې ده.
Views: 1