د هرات د ډبرو صنعت برخې مسوولين وایي چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د تزئيني ډبرو د تولید او پروسس ۴۵ فابریکې فعالې دي؛ د دې ترڅنګ چې توليدات يې د کورني بازار اړتیا پوره کوي، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

 

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مشر محمدناصر امین پژواک ته وویل، اوس‌مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د تزئيني ډبرو د تولید او پروسس برخه کې ۴۵ فابریکې فعالیت لري.

 

هغه زياته کړه چې په دغه ولایت کې د ډبرو صنعت د ځان‌بسیاینې مرحلې ته رسېدلی او تولیدات یې د دې ترڅنګ چې د کورني بازار اړتیا پوره کوي، ترکمنستان، ایران، یو شمېر عربي هېوادونو او د سیمې نورو بازارونو ته هم صادرېږي.

 

د نوموړي په خبره، د ډبرو د استخراج، تولید او پروسس برخو کې میلیونونه ډالر پانګونه شوې چې له دې سره د صنعت د پراختیا ترڅنګ د صادراتو د زیاتېدو او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه هم برابره شوې ده.

د هرات ښار د تزئيني ډبرو د تولید یوې فابریکې مشر اکرم نجیبي وویل، د دوی اړوند فابریکه کې د تزئيني او ساختماني ډبرو بېلابېل ډولونه په مختلفو طرحو او اندازو تولید او پروسس کېږي.

 

هغه د خپلې فابریکې د تولیداتو د کیفیت په اړه وویل: «زموږ محصولات د نړۍوالو معیارونو له مخې پروسس کېږي او د کیفیت له پلوه د اروپايي او امریکايي هېوادونو له تولیداتو سره د سیالۍ توان لري.»

 

د نوموړي په وینا، له کانونو راایستل شوې ډبرې تر لېږد وروسته د پرې کولو، صیقل، ډیزاین، پروسس او بسته‌بندۍ څو پړاوونه تېروي، څو کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د وړاندې کولو لپاره چمتو شي.

 

نجیبي وویل، مرمر او ټراورټين ډبرو ته تقاضا ډېره ده. هغه زياته کړه، ټراورټين ډبره د مرمر په پرتله ارزانه ده، خو بیا هم ساختماني چارو کې له ډېر کارېدونکو ډبرو څخه شمېرل کېږي.

 

هغه زیاته کړه، د محصولاتو د لېږد لګښت د پېرودونکو د ځای له مخې توپیر لري، خو د صادراتو برخه کې د لېږد لګښت د دوی پر راکړو ورکړو د پام وړ اغېز نه لري.

له بلې خوا، د هرات د تزئيني ډبرو پلورونکي حاجي عبدالخالق رشید وویل، په وروستیو کلونو کې د افغانستان د پروسس شوو تزئيني او ساختماني ډبرو صادرات، په ځانګړي ډول د هرات تولیدات، د پخوا په پرتله زیات شوي او بازار یې پراخ شوی دی. د هغه په وینا، په هرات کې تولید شوې ډبرې د سیمې یو شمېر هېوادونو ته صادرېږي.

 

په همدې حال کې، د هرات د ډبرو د پروسس د فابریکو یوه کارکوونکي محمدرفیع وویل، د دغو فابریکو پراختیا ځوانانو ته د کار مناسب فرصتونه برابر کړي او لامل شوې چې یو شمېر ځوانان د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې کار وکړي.

 

هغه له پانګه‌والو وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه زیاته کړي، څو لا ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي؛ ځکه د نوموړي په باور، د ډبرو د صنعت پراختیا د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته کولی شي.

همداراز، د کانونو برخې کارپوه انجنیر جمعه‌خان عادل وویل، افغانستان د مرمر، ټراورټين او ګرانیټ په څېر د تزئيني ډبرو له بډایه زېرمو برخمن دی او که دغه سرچینې د خامو صادراتو پر ځای په هېواد کې پروسس شي، اقتصادي ارزښت به یې څو برابره لوړ شي.

 

هغه وویل: «کله چې ډبره په خامه بڼه صادرېږي، د ګټې ډېره برخه یې واردوونکو هېوادونو ته رسېږي؛ خو که همدا ډبره په هېواد کې پرې، صیقل او په وروستي محصول بدله شي، ارزښت یې څو برابره زیاتېږي او زرګونه کاري فرصتونه هم رامنځته کېږي.»

 

د دغه کارپوه په باور، د ډبرو د استخراج او په ځانګړي ډول پروسس برخه کې دوامداره پانګونه، د زیربناوو او صادراتي بازارونو پراختیا سره یوځای، کولی شي د افغانستان د ډبرو صنعت د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو محرکونو څخه وګرځوي.

 

Views: 1