د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د نښتو په درېیمه ورځ یو ځل بیا په ایران کې پر څو هدفونو د تازه بریدونو خبر ورکړی او د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ویشتلې دي.

امریکا په تېرو دوو ورځو کې هم په ایران کې یو شمېر هدفونه په نښه کړي او ایران یې په ځواب کې په سیمه کې امریکايي اډې ویشتلې دي.

په همدې حال کې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) نن (سه‌شنبه) د افغانستان پر وخت د سهار یوه بجه او او ۳۸ دقیقې پر اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ایران پر ضد د تازه بریدونو د پیل خبر ورکړ.

سېنټکام وروسته د افغانستان پر وخت د سهار شپږ بجې او ۵۰ دقیقې په بله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې پر ایران د دوی د بریدونو څپه پای ته رسېدلې ده.

د یادې ادارې په خبره، په دې پنځه‌ساعته عملیاتو کې امریکايي ځواکونو د بوشهر، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس پوځي هدفونه په نښه کړل، څو د سوداګریزو کښتیو پر ضد د ایران د بریدونو وړتیا کمه کړي.

په خبرپاڼه کې دا ادعا هم شوې چې د ایران ساحلي دفاعي سیسټمونه، توغندیز سیسټمونه، د بې‌پیلوټه الوتکو سیسټمونه او سمندري وړتیاوې د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

سېنټکام ویلي: «اوس مهال له ۵۰ زرو څخه ډېر امریکايي سرتېري په ټول منځني ختیځ کې ځای پر ځای دي. امریکايي ځواکونه هوښیار او بشپړ چمتو دي.»

بل لور ته، د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بحرین، کویټ او اردن کې د امریکا پوځي اډې د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو هدف ګرځېدلې دي.

سپاه پاسداران زیاته کړې چې د نصر۲ عملیاتو په دویمه څپه کې په بحرین کې د وسلو د ملاتړ څو ګودامونه، د سپوږمکۍ مخابراتو مرکز او د امریکايي ځواکونو د استوګنې ودانۍ هم په نښه شوې دي.

یادې ادارې ویلي: «د غچ اخیستنې عملیات دوام لري.»

تسنیم په بل راپور کې لیکلي چې سپاه پاسداران د اردن په ختیځ کې د «موفق السلطي» په نوم د امریکا پر پوځي اډې او همدارنګه په کویټ کې پر یوې بلې امریکايي اډې توغندیز بریدونه کړي دي.

Views: 1