د راپورونو پر بنسټ، ۴۱ کلنه افغانه ښځه یاسمین عطایي د کاناډا د کبک ایالت په شربروک ښار کې وژل شوې او زوی یې رامش عطایي د هغې د وژنې په تړاو نیول شوی دی.

 

کاناډایي رسنۍ سي‌بي‌سي راپور ورکړی چې پولیس د تېرې پنجشنبې په شپه، د یوه ګاونډي له خوا د کورنۍ شخړې په اړه د ټیلیفوني خبر تر ترلاسه کولو وروسته، د «لېتري» سړک یوه کور ته ورغلل.

 

د سي‌بي‌سي د راپور له مخې، پولیسو کور ته تر ننوتلو وروسته یاسمین عطایي په داسې حال کې وموندله چې سخت ټپي شوې وه. سرچینې ویلي، هغه روغتون ته ولېږدول شوه، خو وروسته یې ساه ورکړه.

 

سي‌بي‌سي د شربروک د پولیسو له قوله لیکلي چې دا پېښه د کورنۍ شخړې په پایله کې رامنځته شوې او تورن کس د یوه سخت شي په وسیله خپله مور د کور دننه مرګونې ټپي کړې ده.

 

دغې رسنۍ راپور ورکړی چې رامش عطایي د جمعې په ورځ د شربروک محکمې ته وړاندې شو او د یاسمین عطایي د مړینې په تړاو پرې د دویمې درجې د قتل تور ولګول شو.

 

په راپور کې راغلي چې رامش عطایي د وسلې په وسیله د برید او د بدني زیان اړولو په تور هم تورن شوی؛ ځکه په کور کې یو کم‌عمره کس هم ټپي موندل شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

 

سرچینې زیاته کړې چې د کم‌عمره کس روغتیايي وضعیت نازک نه دی ښودل شوی.

 

د راپور پر بنسټ، په دې قضیه کې د یوه کم‌عمره کس د حضور له امله، محکمې د کم‌عمره قربانیانو او شاهدانو د هویت پر خپرولو بندیز لګولی دی.

 

په کبک کې فرانسوي ژبې سیمه‌ییزو رسنیو د دې قضیې د ۱۸ کلن تورن، رامش عطایي، انځور خپور کړی دی. هغه د خپلې مور د دویمې درجې قتل او همدارنګه پر یوه کم‌عمره کس د وسلې په وسیله د برید او بدني زیان اړولو په تور تورن شوی دی.

د شربروک د پولیسو څېړنې لا هم روانې دي او تر اوسه د پېښې د انګېزې، محکمې ته د نوموړي د راتلونکي حاضرېدو د نېټې یا د هغه د توقیف د وضعیت په اړه نور رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

 

لګول شوي تورونه لا تر اوسه په محکمه کې نه دي ثابت شوي او تورن کس تر وروستۍ پرېکړې پورې بې‌ګناه ګڼل کېږي.

 

سي‌بي‌سي د یاسمین عطایي د تابعیت په اړه څه نه دي لیکلي، خو خامه‌پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې هغه افغانه وه.

 

د عطایي کورنۍ اصلاً افغانه ده او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کاناډا ته کډه شوې وه. شربروک له مونټریال وروسته په کبک ایالت کې د افغانانو دویمه لویه ټولنه لري.

 

د دې پېښې د احتمالي انګېزې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل روایتونه خپاره شوي دي. یو تفصیلي، خو ناتایید شوی روایت په چټکۍ سره پر فېسبوک، ټیک‌ټاک او انسټاګرام خپور شو.

 

د دغه روایت له مخې، رامش په ویډیويي لوبه بوخت و. کله چې مور یې د خوړو لپاره ورغږ کړ، هغه یې خبرې ته پام ونه کړ او وروسته له هغه غوسه شو چې د کور وای‌فای بند شو.

 

خو د شربروک پولیسو تر اوسه د دغو ادعاوو هېڅ یوه نه ده تایید کړې. له همدې امله، وصال ټلوېزیون نه شي کولای د دغو روایتونو کره‌والی په خپلواکه توګه تایید کړي

Views: 3